د حماس یوه مسوول ویلي چې دوی نور له صهیونېست رژیم سره خبرو ته نه کېني. د نوموړي په وینا له صهیونېست رژیم سره خبرې بې ګټې دي.
باسم نعیم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي؛ تر څو چې په غزه کې لوږه او ټول وژنه وي، دوی به د سولې خبرو ته (هو) ونه وایي.
نوموړي پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې پر اسراییلو فشار راوړي؛ تر څو د غزې د اوسېدونکو ټول وژنه او هلته شته لوږه پای ته ورسوي.
حماس په داسې حال کې د صهیونېست رژیم پر وړاندې پرېکنده دریځ خپل کړ چې یاد رژیم یو ځل بیا په غزه کې پراخ بریدونه پیل کړي دي.