د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د دوه اړخیزو په ځانګړي ډول اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړي دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال دې کتنه کې ویلي: افغانستان له طبیعي سرچینو غني هېواد دی او اسلامي امارت هڅه کوي چې ددې زېرمو په وسیله پانګونه جذب او پر مټ یې هېواد پر ځان بسیا کړي.
ورته وخت کې د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي ویلي، دوی غواړي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د پانګوالو او سوداګرو کنفرانس جوړ کړي. په دې کنفرانس کې به د افغانستان له پاره پر هغو پروژو خبرې وشي، چې پر مټ به یې په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ رامنځته شي.
همدرانګه د افغانستان له پاره د متحده عربي اماراتو استازي د وسپنې پټلۍ او د سړکونو د جوړونې په برخه کې هم پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.