جلال اباد کې د کرنې ریاست او خصوصي سکټور په همکارۍ د درې میلیونو ډالرو په مالي لګښت روغتیايي کمپلېکس جوړیږي.
ویل کیږي چې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست (ختیځ ننګرهار ساختماني شرکت) ته د شلو کلونو په پار ۴.۵ جریبه امارتي ځمکه په واک کې ورکړې؛ تر څو پکې د درې میلیونو ډالرو په ارزښت پر نړیوالو معیارونو سنبال یو روغتیایي کمپلېکس جوړ کړي.
ختیځ ننګرهار ساختماني شرکت مسوول حاجي هارون ویلي: دغه کمپلکس به پرمختللي او معیاري روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، په ځانګړي ډول د هغو ناروغیو درملنه چې افغانان یې اوس مهال د هېواد نه بهر کوي.
ورته وخت کې د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس ددې پانګونې هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې ټولې چارې باید د اسلامي امارت د اصولو او د ځمکې د قرارداد شرایطو سره سمې ترسره شي.