ډېر لوستل شوي

افغاني سرې میاشتې ټولنې او اسلامي همکاریو سازمان د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی

د افغان سرې میاشتې ټولنې ویلي چې د دې ټولنې رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور د سوري زړه ناروغانو د مالي ملاتړ په پار افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي ډاکټر محمد سعید العیاش سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

په دې موخه جوړو شویو مراسمو کې د سوري زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ ماشومان هم د درملنې په موخه کورنیو روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

د اسلامي همکاریو سازمان استازي له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ډاډ یې ورکړی چې د بشري خدمتونو په برخه کې به نوې پروژې پیل کړي.

یاده دې شي چې د افغاني سرې میاشتې په هڅو تراوسه د زرګونو زړه سوریو ماشومانو درمنله شوې ده.

اړوند خبرونه