ډېر لوستل شوي

لوګر کې د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

د لوګر په مرکز کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کتابونو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی چې د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور د رییس سربېره پکې د یو شمېر ادارو استازو، علماوو، زده کړیالانو، زده کوونکو، د کتابتونونو او کتاب پلورنځیو مسوولینو او ځوانانو برخه اخیستې وه.

ددې نندارتون د پرانیستي پر مهال د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس دوکتور رفیع الله صمیم  ویلي چې ددې نندارتون د جوړېدو موخه یې په ټولنه کې د مطالعې د دود پراختیا او غښتلي کول دي.

ورته مهال کې یاد نندارتون ته راغلي څو تنو مینه والو د اطلاعاتو او کلتور ریاست دغه او دې ته ورته له نورو پروګرامونو جوړولو مننه کړې ده او په وینا یې چې دا ډول نندارتونونه کولای شي د ځوانانو ترمنځ د مطالعې دود غښتلي کړي او په ټولنه کې له کتاب سره مینه کول عام وګرځوي.

بل لورته د خصوصي کتاب پلورنځیو مسوولینو ویلي، چې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د علمي برنامو او  ورته نندارتونونو د جوړو له لارې یې  تر پخوا کارونه ښه شوي اوهره ورځ  لسګونه کسان په ځانګړي توګه ځوانان دوی ته د کتاب اخېستلو لپاره ورځي.

یاده دې شي چې دې نندارتون کې د کتابپلورنځیو له لوري پېرېدونکو ته شل سلنه تخفیف هم په پام کې نیول شوی و.

اړوند خبرونه