ډېر لوستل شوي

کابل کې درې اړخیزه ناسته؛ پر ګډو صنعتي پارکونو او اقتصادي همکاریو خبرې وشوې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي په مشرۍ په کابل کې د افغانستان، پاکستان او چين ترمنځ درې اړخيره ناسته وشوه.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د ګډو صنعتي پارکونو جوړول، د ځانګړو اقتصادي زونونو رامنځته‌کېدل، د صادراتو د پروسس ګډ مرکزونه، د درې اړخيزو سوداګريزو نندارتونونو جوړول، د کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د ملاتړ مرکزونه او دغه راز د درېيو واړو هېوادونو ترمنځ د بانکي اړيکو د اسانتياوو رامنځته‌کېدو په تړاوو خبرې شوې دي.

ښاغلي عزيزي د اسلامي امارت پالیسي اقتصادمحوره بللې او زياته کړې يې ده، چې د پانګونې د راخپلو لپاره زموږ ټولې برنامې د ګډو ګټو پر بنسټ ترتیب او پلي کېږي. ياده دې وي، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د پاکستان او چین سوداګرۍ وزيرانو ته رسمي بلنه ورکړې، چې د راتلونکو همکاریو په موخه افغانستان ته سفر وکړي.

اړوند خبرونه