د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست مولوي نجيبالله حيات حقاني د هېواد شمال ختيځ ته د سفر په لړ کې تخار ولايت ته سفر کړی دی.
ياد وزارت ويلي، ښاغلي حقاني د دې سفر په ترڅ کې د تخار ولايت د مسوولينو سره د لیدنې ترڅنګ د مخابراتي خدمتونو ارزونه او د ټيډياېف د لسمې پروژې له چارو هم لېدنه کړې ده.
مولوي نجيبالله حيات حقاني په تخار کې له مخابراتي خدمتونو څخه د بې برخو سيمو لپاره د ۶ مخابراتي سايټونو د جوړولو هدايت ورکړی او ټينګار يې کړی، چې چارې يې بايد د درېيو مياشتو په ترڅ کې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په ټوله کې د تخار په بېلابېلو سیمو کې د ۶ نویو مخابراتي سایټونو له منظورۍ وروسته ۲۳ مخابراتي سایټونه جوړېږي، چې د یاد ولایت ډېری سیمې به له مخابراتي چوپړتياوو برخمنې شي.