د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اوزبيکستان په پلازمېنه تاشکند کې د “دوامداره انرژۍ لپاره د سیمهییزې همکارۍ” په نوم د انرژۍ په پنځم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته روان شو.
ياد وزارت وايي، چې د ښاغلي منصور ګډون به د افغانستان لپاره له اوزبيکستان او نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا، د پانګوالو د جلب، او د انرژۍ سرچینو د مدیریت په برخه کې له نړیوالو تجربو د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.
ويلکېږي، چې د اوبو او انرژي وزارت سرپرست به په دغه کنفرانس کې د انرژي او نوې ټکنالوجۍ په برخه کې د همکاریو د غورهوالي او په دې برخه کې د شته ننګونو په هکله خبرې اترې وکړي.
د ويلو ده، چې ياد کنفرانس د اوزبيکستان، قزاقستان، ترکمنستان، روسیې او د سیمې د نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د نړیوال اټومي انرژي آژانس او نړیوال بانک د استازو په ګډون ترسره کېږي.