ډېر لوستل شوي

معلولو مجاهدینو ته د اسلامي امارت د مشرتابه پاملرنه

د امیرالمؤمنین حفظةالله د حکم پر اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د دفاع وزارت او تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ته دنده سپارل شوې چې معلول مجاهدین مالوم او د فني زده کړو زمینه دې ورته برابره شي.

په دې تړاو جوړې شوې ناستې ته د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري ویلي چې د مشرتابه د حکم پر اساس دا زموږ او ستاسې دنده ده چې معلول مجاهدین تشخیص کړو او د حرفوي زده کړو زمینه ورته برابره کړو.

سرپرست وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړې: د مرکز او همدارنګه د حرفې او مسلک انتخاب د هر معلول مجاهد وړتیا او په خوښه یې تر سره کېږي.

ددې ناستې په پای کې پرېکړه شوې چې د هرې ادارې اړونده دندې او مسوولیتونه به د رسمي مکتوب په اساس اړوندو ادارو ته وړل کیږي؛ تر څو په یاده برخه کې عملي اقدام واخیستل شي.

اړوند خبرونه