د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ يوه پلاوي تاجیکستان ته د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په ناسته کې د ګډون په موخه سفر کړی دی.
ياد رياست وايي، ټاکل شوې چې په جوړې شوې ناسته کې به د پروژې چارو په اوسني وضعیت، پرمختګونو، د ستونزو پر حللارو او ګڼو نورو اړخونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشي.
ويلکېږي، چې د ناستې په پای کې به ګډونوال په تېره د کاسا غړو هېوادونو استازي په سنګتوده سیمه کې له کنورټر سټیشن څخه لېدنه هم وکړي. د يادونې وړ ده، چې د دې پروژې ناسته په تاجیکستان، قرغیزستان، افغانستان او پاکستان سربېره د اسلامي پراختیایي بانک او د بهرنیو ادارو او بنسټونو استازو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې ښار کې جوړه شوې ده.