ډېر لوستل شوي

چين د افغان کډوالو لپاره د ۱۶۰ چمتو شويو کورونو او ۳۰ ميليونه يوانه مرستې خبر ورکړ

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن په افغانستان کې د چين له سفير ژاو شينګ او مل پلاوي سره کتلي دي.

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، په دې ناسته کې د افغانستان او چين ترمنځ د اړيکو او همکاريو د پياوړتيا او پراختيا په تړاو خبرې شوې دي.

د چين سفير په دې ناسته کې د راستنېدونکو افغان کډوالو د استوګنې لپاره د چمتو شويو ۱۶۰ کورونو او دغه راز د ۳۰ ميليونه نغدي يوانه مرستې خبر ورکړی دی.

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال په دې برخه کې د چين له همکاريو مننه کړې او د افغانستان طبيعي زيرمو او کانونو ته په اشارې يې ويلي، چې اسلامي امارت د هر ډول بهرنۍ پانګونې ملاتړ او هرکلي کوي.

اړوند خبرونه