د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر په خپل کاري دفتر کې د ننګرهار له صنعت کارانو سره د برېښنا بیلونو د نهاداینې او د ټرانسفرمرونو د ظرفیت د ناانډولۍ پر اړوندو ستونزو خبرې اترې کړي دي.
ناسته کې پر ټولو صنعتکارانو ټینګار شوی، چې له کړې ژمنې سره سم دې د برېښنا لګښت پیسې پر وخت تحویل کړي او دې برخه کې دې هېڅ ډول ناغیړي نه کوي.
پر دې سربېره ډاکټر عبدالباري عمر پر ټولو صنعت کارانو ټینګار کړی، چې د خپلو فابریکو د اړتیا له ظرفیت سره سم دې خپل اړوند ترانسفارمرونه تنظیم کړي؛ تر څو د ټرانسفرمرونو ناانډولتیا د تخنیکي ضایعاتو سبب نه شي او برېښنایي تجهیزات زیانمن نه شي.
د ناستې په پای کې ټولو صنعت کارانو ژمنه کړې چې د برېښنا شرکت پالیسي به په پام کې نیسي.