ډېر لوستل شوي

د خوړو او درملو ملي بورډ ناسته کړې

د رياست‌الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بورډ نوبتي غونډه ترسره کړې ده.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یاده ناسته کې د درملو او خوراکي توکو د کيفيت پر کنټرول، د ناقانونه او نامعياري وارداتو او توليداتو پر مخنيوي، د کورنيو توليدي کارخونو پر معياري کولو او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

د ناستې په پای کې اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، چې په مرکز او ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو دوامداره څارنه وکړي.

یاده دې شي چې اسلامي امارت بیا ځلې پر سوداګرو غږ کړی چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

اړوند خبرونه