ډېر لوستل شوي

بلوچستان کې چاودنه او نښته؛ څلور تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي

د بلوچستان د قلعه عبدالله ولسوالۍ په ګلستان بازار کې چاودنه شوې، چې له امله يې څلور کسان وژل شوي او د يوه قومي مشر په ګډون ۲۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

پاکستاني رسنۍ اېکسپرېس ټريبون د يادې سيمې د پوليسو مرستيال رياض خان په حواله ويلي، چې له چاودنې وروسته نښته هم رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت د امنيت د ټينګښت هڅې کوي؛ خو د دې ډول پېښو دوام د ياد حکومت د امنيتي وضعيت نازکوالی ښيي او د ولسي خلکو اندېښنې يې لا ډېرې کړې دي.

اړوند خبرونه