ډېر لوستل شوي

ملا هدايت‌الله بدري ایران ته په رسمي سفر روان شو

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري نن د يو پلاوي په ګډون د کانونو په نندارتون کې د ګډون او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په موخه ايران ته سفر کړی دی.

په کابل کې د ايران سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلی بدري به د ايران له اړوندو چارواکو سره د ګډو اقتصادي همکاریو، پانګونې او د کانونو په برخه کې د همکاريو پر پراختيا خبرې وکړي.

دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي له ګاونډيو او سيمه‌ييزو هېوادونو سره خپلې سوداګريزې او اقتصادي اړيکې لا پراخې کړي.

اړوند خبرونه