د پاکستان فدرالي مالیاتي ادارې (FBR) پر هغو لسګونو ترانزيتي توکو چې د پاکستان له لارې افغانستان ته واردېږي، لس سلنه پروسس یا د رسېدنې لګښت وضع کړی دی.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا فیس به په الکترونیکي بڼه پر پنځو نویو توکو، کرنیز وسایل، جرثقیلونه، برقي ضایعات او په معلوماتي ماشینونو به پلي کېږي.
د معلوماتو پر بنسټ د پاکستان سوداګرۍ وزارت دا پرېکړه له دې امله کړې، چې د افغانستان د ټیټو ګمرکي تعرفو څخه د ناوړه استفادې مخه ونیول شي، بانکي تضمین او پروسس فیس يې د حل لاره بللې ده.