ډېر لوستل شوي

نړيوال بانک افغانستان ته د پاتې پورونو د ورکړې لړۍ پيل کړه

د ماليې وزارت وايي، نړيوال بانک په افغانستان کې د خپلو پاتې پورونو د ورکړې عملي لړۍ پيل ته چمتو ده.

د تثبیت سويو ارقامو له مخي، ياد بانک په افغانستان کې له لوجیستیکي او رغنیزو شرکتونو ۵۰ میلیونه ډالره پوروړی دی، چې دا تثبیت سوی پور به په څلورو پړاوونو کې له مالیې وزارت سره په همغږۍ اړوندو شرکتونو ته ورکړل شي.

نړیوال بانک به په لومړي پړاو کې چي نن پیلېږي ۱۰.۸ میلیونه ډالر په مستقیم ډول شرکتونو ته ورکړي او پاتي۳۹.۱۱ میلیونه ډالر به په درېیو پړاوونو کې د ماليې وزارت له لاري ورکړي.

ماليې وزارت د يادې لړۍ پيلېدل ستر اقتصادي پرمختګ بللی او زياته کړې يې ده، چې له دې سره به پراختيايي پروژې له سره پيل، خلکو ته به کاري زمينه برابره او د ملي اقتصاد د لا پياوړتيا په برخې به مثبته اغيزه وکړي.

اړوند خبرونه