ډېر لوستل شوي

شيخ مولانا اسلام‌جار د ټاپي پروژې د پرمختګ لپاره د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړ

د هرات والي شيخ مولانا اسلام‌جار د ټاپي پروژې رييس بګنج عبدالله‌يوف او په دې ولايت کې د ترکمنستان له جنرال کونسل باتور يولوف سره کتلي دي.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، په دې ليدنه کې د ټاپي پروژې مسوولينو د پروژې د چارو د پرمختګ په تړاو راپور شريک کړی او د اړينو اسانتياوو د برابرولو په برخه کې يې د ځايي مسوولينو له همکارۍ مننه کړې ده.

دغه راز ښاغلي اسلام‌جار د پروژې د چټک پرمختګ په موخه د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړی او د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د سوداګريزو او ترانزيټي همکاريو د ډېروالي غوښتنه کړې ده.

د ويلو ده، چې ټاپي د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او د هند د ګازو پایپ‌لاین د سیمې له مهمو اقتصادي او ستراتیژیکو پروژو څخه ګڼل کېږي، چې د منځنۍ آسیا طبیعي ګاز د جنوبي آسیا هېوادونو ته لېږدوي.

اړوند خبرونه