د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت د سیمه ییز تخصصي روغتون په نسایي ولادي وارډ کې رامنځته شوې اورلګېدنه مهار شوې ده.
دا اورلګېدنه نن(چهارشنبه، غویي ۳۱مه) له غرمې وروسته رامنځته شوې چې د امنیه قومندانۍ د اطفایې مدیریت ټیم لخوا پر وخت مهار شوې ده.
د ننګرهار ځایي مسوولینو ویلي چې دا اورلګېدنه هېڅ مالي او ځاني زیان نه لري.