ډېر لوستل شوي

انقره کې افغان سفیر د ترکیې د دیانت ادارې له مشر سره کتلي

په انقره کې د اسلامي امارت سفیر محمد زبیر ودان د ترکیې د دیانت ادارې له عمومي رییس علي ارباش سره کتلي دي.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ژورو دیني، کلتوري او پخوانیو همکاریو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو پر پراختیا بحثونه شوي دي.

په دې ناسته کې همداشان ژمنه شوې چې د دواړو هېوادونو د علماوو ترمنځ دې سفرونه او راشه درشه ډېره شي.

یاده دې شي چې افغانستان او ترکیه په ګڼو برخو کې له پخوا ډېر مشترکات لري.

اړوند خبرونه