د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد د پرمختيايي همکاريو د ادارې له رييس چن ژياؤډونګ سره کتلي دي.
د ياد وزارت د مطبوعاتو او عامه اړيکو رييس حافظ ضیاء احمد تکل وايي، په دې ناسته کې د افغانستان په بيا رغونه کې د چين د پرمختيايي پروژو او نورو دوه اړخيزو همکاريو په تړاو خبرې شوې دي.
ښاغلي متقي په دې ناسته کې د زراعت، انرژۍ او اوږد مهاله پروژو په برخه کې د افغانستان او چین تر منځ په نږدې همکاريو ټينګار کړی دی. چن ژیاؤډونګ له افغانستان سره د صحت، انرژۍ، زراعت او ظرفیت جوړونې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او تمه يې ښودلې، چې له افغانستان سره خپلو دوامدارو همکاریو ته ادامه ورکړي.