ډېر لوستل شوي

ماليې وزارت ۱۸۴  غيرمعياري ټانکره تېل او اوبلن ګاز بېرته ور وګرځولي

ماليې وزارت په تېره ثور مياشت کې له بېلابېلو ګمرکونو د ۱۸۴ بې‌کيفيته ټانګرو نفتي توکو له بېرته ورګرځېدو خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، چې له مسترد شويو توکو څخه ۸ ټانکره پټرول له حيرتان ګمرک، ۱۱۵ ټانکړه ډېزل او ۴ ټانکره پټرول د نيمروز له ګمرک، ۵۵ ټانکره ډېزل د فراه له ګمرک او ۲ ټانکره ډېزل او اوبلن ګاز د تورغونډۍ له ګمرک څخه بېرته ورګرځول شوي دي.

ماليې وزارت ډاډ ورکړی، چې د نفتي توکو د کيفيت او څارنې رياست د ټاکل شويو معيارونو له مخې، هېواد ته د لوړ کيفيت او معياري نفتي توکو راواردولو ته زمينه برابروي او د غير معياري توکو د واردولو مخنيوی کوي.

اړوند خبرونه