د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر د لغمان ۱۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې د چارو پيل په پرانيستغونډه کې ويلي، چې په روان کال کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ۲۱ ميليارده افغانيو په ارزښت د برېښنا کورني توليد پروژې پلان شوې دي.
په ختيځ زون کې د اميد راډيو خبريال د ښاغلي عمر په حواله ويلي، چې د اسلامي امارت موخه ولس د برېښنا له نعمت څخه برخمنول، له صنعت څخه ملاتړ او د کاري زمينو رامنځته کول دي.
د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي رييس ډاډ ورکړی، چې په نږدې راتلونکي کې به په ياد ولايت کې ۶ زره ۵۰۰ کورنيو ته د برېښنا خدمتونه برابر او د برېښنا شبکې د پراختيا په برخه کې لا ډېر کار وکړي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت په دې وروستیو کې د انرژۍ د کورني تولید لپاره هڅې چټکې کړې، څو د هېواد د پراخې ځمکې، لمريز اقلیم او طبیعي سرچینو له ظرفیتونو کار واخيستل وشي.