ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې ۹ مهمې پروژې پيل شوې

د کورنيو چارو وزارت په پنجشېر کې د ۹ ودانيزو پروژو د چارو له پيل خبر ورکړی دی.

ياد وزارت وايي، په دې پروژو کې د ابشار ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ، د پنځو امنيتي پوستو ودانۍ، د حصه اول، رخه او دره ولسواليو لپاره جوماتونه، د مرکزي امينې قوماندانۍ لپاره پنځه پوړيزه وداني، د پنجشېر مستوفيت او د دې ولايت د لوړو زده‌کړو مؤسسې لپاره د ليليې او جوماتونو رغول شامل دي.

د کورنيو چارو وزارت د تأميناتو مرستيال مولوي عبدالله مختار پر پنجشېر ولايت د ځانګړې پام‌لرنې ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې د دې ولايت د مسوولينو د ودانيزو اړتياوو غوښتنو ته به رسېدنه وشي.

د ياد ولايت والي حافظ محمد اغا حکيم له ښاغلي مختار مننه او زياته کړې يې ده، چې په لومړي ځل د دې ولايت ادارې او ولسوالۍ د لمريزې برېښنا، ټکنالوژۍ او په نورو اړينو توکو سمبالېږي.

اړوند خبرونه