د بلخ ولایت د نشه یي توکو سره د مبارزې مسوولین وایي چې له تېرو دوو کالونو راهیسې یې سل زره په نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه په دې ولایت کې راټول کړي دي.
په بلخ کې د معتادینو روغتون مسوولین بیا وایي چې په دې مرکز کې د یوه روږدي له ۴۵ ورځو څخه تر ۳ میاشتو پورې درملنه کیږي.
بلخوا بیا دلته یو شمېر روږدي کسان خوښ دي چې په وړیا ډول یې درملنه کیږي، دوی په نشه یي توکو روږدو کسانو څخه غواړي چې خپل ژوند دې له تباهۍ وژغوري او له دې ناوړه کړنې دې لاس واخلي.
د دې ولايت امنيه قومندانۍ د مخدره توکو پرضد د مبارزې مدیر جمعه خان راسخ وویل چې په روان کال کې يې په نشه يې توکو اخته ۳ زره روږدو کسانو درملنه کړې او په سلګونه نور همدا مهال تر درملنې لاندې دي.
د بلخ ولايت د روږدو کسانو د روغتيايي کمپ مدير عبدالله ارزګانی وایي چې په دې مرکز کې روږدي کسان له ۴۵ څخه تر ۳ میاشتو پورې تر درملنې لاندې نیول کیږي او تر بشپړې درملنې وروسته رخصتیږي.
د بلخ ولایت د ځایي چارواکو په وینا له تېرو دوو کالونو راهیسې یې په دې ولایت کې تر سل زر وپه نشه یي توکو روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي چې په زرګونه یې له روغې سټې وروسته بېرته خپل عادي ژوند ته ورګرځېدلي دي.