د اسراييلو صهيونېست رژيم جګړه ځپلې غزې ته د مرستو ۱۰۷ لاريو د ننوتو اجازه ورکړې ده.
د فلسطين په چارو کې د صهيونېست رژيم ځانګړې ادارې تېره ورځ ويلي، په دې مرستو کې اوړه او نور غذايي توکي شامل دي.
په تېرو درېيو میاشتو کې د لومړي ځل لپاره تېره اوونۍ غزې ته بشري مرستې ورسېدې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګروملتونو مرستندویو مؤسسو تر دې وړاندې څو ځلې خبرداری ورکړی، که پر بشري مرستو دا محدودیت دوام وکړي؛ نو ښايي غزه له قحطۍ سره مخامخ شي.
د يادونې وړ ده، چې تېره ورځ هم په غزې کې يوه څلور کلن ماشوم د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.