امریکا متحده ایالتونو پرېکړه کړې، چې لږ تر لږه لس زره افغان وګړي به له خپل هېواده وباسي.
د یوانان خبري اژانس د راپور له مخې، دا پرېکړه به د روان میلادي کال د جولای میاشتې په ترڅ کې عملي شي.
دا په داسې مهال ده، چې اسلامي امارت په دې وروستیو کلونو کې د افغان کډوالو د بېرته راګرځېدو لپاره پرلهپسې هڅې کړي دي او چارواکو تل پر دې ټينګار کړی، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، او ټولو ته پکې د امن، کار او عزت فضا برابره شوې ده.