د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د کاپیسا له والي قاري احسانالله بریال او په تورخم کې د کډوالو چارو له امير بخت جمال سره ګډه ناسته کړې ده.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د کاپیسا والي دغه ولایت ته د راستنېدونکو کډوالو د وضعیت، د ښارګوټي د پاتې چارو او اړوندو اړتیاوو په اړه معلومات وړاندې کړي او د ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده.
همداراز د کډوالو چارو امير بخت جمال د تورخم او عمري کمپ له وضعیت، د خدمتونو له بهیر او د پاکستان له لوري د کډوالو د ایستنې د کمښت په اړه وزیر ته راپور ورکړی دی.
ښاغلي عبدالکبیر د ټولو راپورونو او وړاندیزونو د اورېدو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت له لوري د کډوالو د ښارګوټو پروژې په جدي ډول تعقیبېږي او د نړیوالو ادارو په همکارۍ به د راستنېدونکو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي. د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي وخت نا وخت له سيمهييزو مسوولينو سره د دوی د ستونزو د اورېدو په موخه ليدنې او ناستې کوي.