د اسلامي امارت زعیم امیرالمومنین حفظه الله په کندهار کې د جهادي مدارسو د مسوولینو لپاره په جوړ شوي یو ورځني سیمینار کې ګډون کړی او مسوولینو ته یې سپارښتنې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغه سیمینار کې د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر، د جهادي مدارسو عمومي رییس، رییسانو، استادانو، مهتممینو او ناظمانو ګډون کړی و.
د اعلامیې له مخې چې په دې سیمینار کې امیرالمومنین حفظه الله د ټولو مسوولینو د خدمتونه ستاینه کړې او علما یې د لوړ مقام، عزت او شرف لرونکي بللي دي.
د مرستیال ویاند لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د امیرالمومنین حفظه الله له قوله ویل شوي: “علماء کرام یوازې د انفرادي عباداتو د ادا کولو لپاره نه دي، بلکې د انبیاء علیهم السلام وروسته د الله تعالی جل جلاله له لوري د اجتماعي عباداتو په ادا او په سیاست کولو هم مکلف دي، علماء به د امت اجتماعي او سیاسي مسائل پر مخ وړي، جهاد به کوي، شریعت به نافذوي، د خلکو ترمنځ به قضاء کوي او د هغو منازعات به حل کوي.”
د اعلامیې له مخې چې امیرالمومنین حفظه الله په دغه سیمینار کې د جهادي مدارسو استادانو ته په خطاب کې ویلي چې د طالبانو او شاګردانو په تعلیم او تربیه او د دوی د عقیدې، فکر او ذهن جوړولو کې زیات کوښښ وکړي، او د طالبانو او شاګردانو ظاهري او باطني روزنې ته ښه پاملرنه وکړي.
د امیرالمومنین حفظه الله په وینا چې استادان باید طالبان او شاګردان د پلار، مور، استاد او نورو پر حقوقو وپوهوي، له نورو ادارو سره همکاري وکړي او په خپلو منځونو کې یو پر بل اعتماد ولري.