ډېر لوستل شوي

د اقتصاد سرپرست وزیر له «پیر البرت الساس» سره د اقتصادي همکاریو پر دوام غږېدلی

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت سرپرست، قاري دین محمد حنیف د افغانستان لپاره د ناروې سفارت له شارژدافیر «پیر البرت الساس» سره په کتنه کې د اقتصادي همکاریو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړې دي. 

په دې کتنه کې د اقتصاد سرپرست وزیر، په افغانستان کې د اقتصادي پروژو او د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د نړیوالې ټولنې د پاملرنې غوښتنه کړې ده. 

په خبرپاڼه کې د ښاغلي حنیف له قوله له نړیوالې ټولنې څخه د بندیزونو د لرې کولو او د اسعاري زېرمو د خوشې کولو غوښتنې هم شوې دي.

بلخوا د ناروې د سفارت شارژدافیر په ۲۰۲۵ کې د افغانستان له خلکو سره د بشري لاسنیوي ډاډ ورکړی دی. 

د یادولو ده چې ناروې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره میلیونونه ډالر مرسته کړې ده.

اړوند خبرونه