د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د سټنډرډ عالي شورا فوقالعاده غونډه نن په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې، چې پکې د نفتي توکو لپاره شپږ سټنډرډونه او ۵۱ ازمایښتي کړنلارې تصویب شوې دي.
یاد سټنډرډونه د ډیزلو، پټرولو، مایع ګاز او پایدار کاندنسات ګاز اړوند دي، چې د وارداتي تېلو د کیفیت د لوړولو او د بېکیفیته توکو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
ياد معاونيت وايي، چې غونډه د د اسلامي امارت د زعيم امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ رابلل شوې وه، چې له مخې یې د واردېدونکو تېلو لپاره د ۱۰ کاري ورځو په موده کې د نویو سټنډرډونو جوړول لازم ګڼل شوي دي.
په دې غونډه کې ملا عبدالغني برادر ويلي، چې اسلامي امارت د اقتصادي ثبات، د داخلي بازار د باور لوړولو او د خلکو د روغتیا ساتنې په موخه، د بېکیفیته وارداتو د مخنیوي لپاره منظم اقدامات پیل کړي دي.
ښاغلي برادر د خصوصي سکټور له استازو غوښتي، چې د خپلو تولیداتو او وارداتو په برخه کې له تصویب شويو سټنډرډونو سره سم عمل وکړي او راپورونه دې د ریاستالوزراء له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.