ډېر لوستل شوي

اناناس؛ د خوند ترڅنګ د درملو خاصیتونه لري!

اناناس، په استوایي سیمو کې تر کېلې وروسته ډېره خوښېدونکې مېوه ده. اناناس د برومیلیاد کورنۍ يوازېنۍ مېوه ده چې د خوراک وړ ده. دا مېوه روغتيا ته خورا ډېرې ګټې لري، چې دلته يې د ځينو يادونه کوو.

روغتيا پالان وايي، چې په دې استوایي مېوه کې شته منګنيز د هډوکو په جوړولو، تقویې او د ماتو شویو هډوکو په پيوند کولو او درملنه کې بې‌ساري مرسته کوي. اناناس د التهاب ضد خاصیت لري او دردونه اراموي.

د يادې برخې پالان په دې باور دي، چې په اناناس کې شته برومیلین په بدن کې له اضافي اسیدو سره مقابله کوي، له منځه یې وړي او له پانقراس څخه ترشح کېدونکي مواد چې له هاضمې سره مرسته کوي، منظموي.

اناناس د ويټامین سي بډایه سرچینه بلل کيږي او له هغو ویروسونو سره مقابله کوي، چې د ټوخي او زکام لامل کيږي. ګټه یې د هغو کسانو لپاره ډېره ده چې په ژمي کې یخ وهلي وي او په اسانۍ سره نه روغيږي. دغه مېوه اورۍ قوي کوي او د وخت په تېرېدو سره د سترګو د شاوخوا پوستکي د ګونځې کېدو مخه نیسي.

دغه ميوه  د زړه لپاره ګټوره ده، پکې شته فایبر یې قبضیت له منځه وړي او د هاضمې سېسټم پیاوړی کوي. د وینې غوړ منظموي او وده ګړندۍ کوي.

په اناناس کي ویټامین A, B, C وجود لري، دغه مېوه په بدن کي زهریات وژنی او روماتیزم ناروغ ته ډیره ګټه رسوی.

په افغانستان کې د اناناس حاصل او بازار:

اناناس د افغانستان استوایي میوه نه ده، یعنې دا مېوه په طبعي ډول زموږ د اقلیم لپاره مناسبه نه ده.

خو په ځینو ګرم‌مزاجو ولایتونو (لکه ننګرهار، کونړ او خوست) کې د تجربوي کرنې له لارې کم‌حاصل تجربې شوې دي.

افغانستان ته اناناس اکثره له تایلنډ، فلیپین، هندوستان، او کینیا څخه واردېږي.

که‌چېرې د شنو خونو (Greenhouses) یا د عصري کرنیزو سیستمونو له لارې د اناناس کرنه وشي؛ نو د داخلي بازار لپاره ښه عاید لرلای شي.

د اناناس د خوړلو مناسب وخت:

اناناس که د ورځې په منځ (غرمه يا ماسپښين) کې وخوړل شي انسان ته ډېره ګټه رسولی شي.

دغه مېوه که د ورځې په لړ کې له خوړو دوه ساغته وروسته وخوړل شي، دا چاره د دې سبب کېږي چې د اناناس انزايمونه (بروميلين) د هاضمې پروسه اسانه کړي.

په تشه معده يې مه خورئ:
اناناس اسیدي خاصیت لري، که پر خالي معده وخوړل شي؛ نو د معدې د تیزاب زیاتېدو، سوزش یا درد لامل کېدای شي.

د شپې ناوخته يې هم مه خورئ:
د شپې ناوخته د اناناس خوړل، ځینې وختونه د معدې ستونزې یا حتی بې‌خوبي راولي، ځکه دا مېوه انرژی لرونکې ده.

د اناناس د ناسم استعمال احتمالي زیانونه:

د خولې زخمونه او حساسیت:
د اناناس ډېر خوړل د خولې پر پوستکي یا ژبه خارښت، حساسیت یا حتی زخمونه پيدا کولی شي. دا د برومیلین د انزایم له امله وي.

د معدې تېزاب زیاتوالی:
زیات استعمال یې د معدې لپاره ضرر لري، په ځانګړي ډول هغو کسانو ته چې معدې تېزاب یا زخم لري.

د امیندوارو ښځو لپاره خبرداری:
د برومیلین لوړ مقدار د امیندوارو ښځو لپاره زیانمن ګڼل کېږي، ځکه دا مواد رحم نرموي او د جنین د سقط خطر زیاتوي.

د وینې د رقیقېدو خطر:
اناناس د وینې رقیقوونکو دواوو (لکه اسپرین یا وارفرین) سره یوځای خوړل، د وینې د ډېر بهېدو خطر زیاتوي.

لنډه مشوره:
اناناس یوه ډېره ګټوره؛ خو له احتیاطه ډکه مېوه ده. روغتيا پالان په دې باور دي، چې دغه ميوه دې د ورځې په لړ کې په مناسبه اندازه وخوړل شي.

اړوند خبرونه