ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې څه باندې ۸ زره نشه‌يي ټابلېټ نیول شوي

کورنیو چارو وزارت د ننګرهار ولایت په «دوربابا» کې د ۸ زره ۴۰۰ نشه‌يي ټابلېټو د نیولو خبر ورکړی. 

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا زېکپ ټابلېټ د ننګرهار امنیې قوماندانۍ د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې مدیریت د منسوبینو لخوا نیول شوي دي. 

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د دغو عملیاتو پرمهال یو کس نیول شوی هم، او ترلاسه‌شوي نشه‌يي ټابلېټ هم د پولیسو تر څارنې لاندې دي. 

کورنیو چارو وزارت تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي توکو په تړاو د لسګونه کسانو د نیولو راپورونه ورکړي وو.  د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر کښت، قاچاق او نور کاروبار کلک بندیز ولګېد له تېرو نږدې څلورو کلونو راپدېخوا په ځینو ولایتونو کې د نشه‌يي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.

اړوند خبرونه