ډېر لوستل شوي

کابل کې د هند بشردوستانه کمپ؛ لسګونه کسانو ته مصنوعي پښې ولګول شوې

د هند د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د معلولینو لپاره یو پنځه ورځنی طبي کمپ له جوړېدو خبر ورکړی دی.

یاد کمپ د “جايپور فوټ” په نوم د (BMVSS) موسسې له خوا تنظیم شوی و، چې موخه یې د معلولیت لرونکو افغانانو لپاره د مصنوعي پښو جوړول او لګول ښودلي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د دې کمپ په لړ کې ۷۵ اړمنو کسانو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې لګول شوې دي.

د یادونې وړ ده چې هند له وړاندې هم له افغان ولس سره د بشري مرستو د دوام ژمنه کړې وه.

اړوند خبرونه