د پنجشېر له دره، آبشار، شتل او حصه اول ولسوالیو څخه هند ته د نږدې ۵۰ ټنه ګیلاسو صادرات پیل شوي دي.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم د تازه مېوو له یو شمېر سیمهییزو سوداګرو سره د لیدنې پر مهال ډاډ ورکړی، چې سيمهييزې ادارې به د صادراتو په برخه کې له دوی څخه هر اړخیز ملاتړ وکړي.
د چارواکو په وینا، د پنجشېر ګیلاس له لوړ کیفیت، ښه خوند او طبیعي چاپېریال څخه برخمن دی او له همدې امله یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو په بازارونو کې غوښتنه زیاته شوې ده.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم د دغه ولایت له مرکز بازارک څخه شاوخوا ۱۰۰ ټنه ګیلاس د منځنۍ آسیا هېوادونو ته صادر شوي وو.