د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمير کابلوف اسلامي امارت د ګډو اهدافو متحد بللی او د وران کارو ډلو په لهمنځه وړلو کې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
کابلوف زياته کړې چې د دې ملاتړ هدف دا دی، ترڅو اسلامي امارت وتوانېږي «د وران کارو ډلو مرکزونه په بریالیتوب سره وځپي»
نوموړي ټینګار کړی چې د افغان حکومت ملاتړ د نړیوال امنیت لپاره مهم دی.
دا په داسې مهال ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې په کراتو په افغانستان کې د دغو ډلو د شتون ادعاوې رد کړې او ټينګار يې کړی چې په هېواد کې هيڅ ډول فتنهګرو ډلو فعاليت ته اجازه نه ورکول کېږي او پخواني پټنځايونه يې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.