ډېر لوستل شوي

روسيه کې د افغانستان سفير رسماً خپله دنده پيل کړه

په روسيه کې د افغانستان لپاره د اسلامي امارت سفير مولوي ګل حسن حسن رسماً خپل دنده پيل کړه.

د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتو او  عامه اړيکو رييس حافظ ضياء احمد تکل په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي حسن د سفارت له کارکوونکو سره د پېژندنې په ناسته کې د کابل او مسکو ترمنځ د اړيکو پر لاپراختيا ټينګار کړی دی.

په روسيه کې د اسلامي امارت نوي سفير دغه راز زياته کړې چې ورسپارل شوی مسووليت به په پوره ژمنتيا او له کارکوونکو سره په پوره همکارۍ مخ ته وړي.

اړوند خبرونه