ډېر لوستل شوي

ټولګټو وزارت: د وسپنې پټلۍ له لارې نږدې یو میلیون مټريک ټنه توکو انتقالات شوي

د روان کال په لومړۍ ربع (وري، غويي او غبرګولي) مياشتو کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۹۵۳ زره او ۲۰  مټریک ټنه سوداګریز، نفتي، غیر نفتي او نور توکي وارد، صادر او ترانزیت شوي دي.

د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، له ياد شمېر انتقالاتو څخه د حیرتان بندر له لارې ۷۲۶۹۴۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۸۴۳۶ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۸۵۸۵۶ ټنه او د خواف–هرات ریل پټلۍ له لارې ۷۱۷۸۲ ټنه توکي لیږدول شوي دي.

په ياده موده کې ۵۱۴۳۲ ټنه صادرات او ترانزیت هم ترسره شوی، چې پکې عمده توکي لکه وچه مېوه، معدني ډبرې، کچالو، وریجې او د انارو جوس شامل دي.

د ټولګټو وزارت په وینا، د ریل پټلۍ له لارې د انتقالاتو زیاتوالی نه یوازې اقتصادي عواید لوړوي، بلکې د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، ځان‌بسیا کېدو او د هېواد اقتصادي ثبات ته هم عملي لاره هواروي.

وزارت ژمنه کړې چې د سوداګرو د ملاتړ، د ترانسپورتي اسانتياوو د پراختيا او د عوایدو د زیاتوالي لپاره به د ریل پټلۍ د کارونې بهیر لا چټک او منظم وساتي.

اړوند خبرونه