د ایکو سازمان په څنډه کې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د مطرحشویو موضوعاتو د تعقیب په موخه د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اړوندو وزارتونو له مسوولینو سره د تعقیب غونډه نن (پنجشنبې، چنګاښ ۱۹مه) په مرمرینه ماڼۍ کې شوې ده.
د اقتصادي معاونیت د خبر له مخې چې په دې غونډه کې د ازبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او اذربایجان هېوادونو له مشرانو سره د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د مطرحشویو موضوعاتو د تعقیب په موخه بحثونه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې په غونډه کې اړوندو وزارتونو او ادارو ته د خپلو کارونو د جدي تعقیب سپارښتنې شوې دي.
د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې ملا عبدالغني برادر د ایکو سازمان د ۱۷مې سرمشریزې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو سره د جلا جلا لیدنو پرمهال د افغانستان او یادو هېوادونو ترمنځ سیاسي او اقتصادي اړیکې، سوداګري، ترانزیټ، ترانسپورټ، اوسپنې پټلۍ، برېښنا، افغانانو ته د ویزو ورکړې، ګډې بانکي همکارۍ او ځینې نور موضوعات مطرح شوي وو.