ملګرو ملتونو د صهيونيست رژيم ځواکونو له لوري د غزې په کلابنده شوې سیمه کې د بشري مرستو د وېش پر مرکزونو وروستي بریدونه سخت غندلي او دا یې د نه منلو وړ عمل بللی دی.
یاد سازمان پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د بشري مرستو پر ځایونو بریدونه نه یوازې د نړیوالو بشري اصولو خلاف عمل دی، بلکې د خلکو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې تازه د غزې په مرکزي سیمه دیرالبلح کې د مرستو د وېش پر مهال په ترسره شوي برید کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د خپرو شويو شمېرو له مخې، یوازې له مې میاشتې راپدې خوا د مرستو پر مرکزونو په ترسره شویو بریدونو کې ۷۹۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.
ملګري ملتونه له ټولو اړخونو غوښتي، چې د بشري مرستو خوندیتوب ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره جدي ګامونه پورته کړي.