د اسرائيل صهيونيست رژيم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو امريکا ته له څلور ورځني رسمي سفر وروسته په غزه کې د اوربند له کومې هوکړې پرته خپل هېواد ته ستون شوی.
نوموړي د دې سفر په ترڅ کې د امريکا د متحده ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ليدلي او د غزې په تړاویې بحثونه کړي دي. دا په داسې مهال ده، چې د غزې په سيمه کې د نښتو شدت لا هم پر خپل ځای دی او تازه د جګړې د پراختيا راپورونه خپاره شوي دي.