ډېر لوستل شوي

د ایران د پوځ د مشر د وژل کېدو احتمال؛ تر اوسه رسمي تائيد نه‌دی شوی

داسې راپورنه خپاره شوي چې ګواکې د ایران د پوځ مشر جنرال عبدالرحیم موسوي په یوه چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو تر دې دمه د ایران له لوري کومې رسمي سرچينې دا خبر نه تائيد کړی او نه هم رد کړی.

دا راپورونه پر ټولنیزو شبکو او ځینو رسنیو کې خپاره شوي، خو د ایران دفاع وزارت، پوځ یا دولتي رسنیو له خوا تر اوسه پدې اړه رسمي اعلامیه نه‌ده خپره شوې.

دا په داسې مهال ده، چې تر دې وړاندې د ايران او اسرائيلو ترمنځ په تېره جګړه کې شاوخوا د ايران لسو سَره چارواکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند خبرونه