ډېر لوستل شوي

عراقچی: حماس ۲۰۰ زره تازه‌دمي ځواکونه جذب کړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی وايي، چې د حماس جهادي غورځنګ په غزه کې ۲۰۰ زره تازه‌دمي ځواکونه د صهيونيست رژيم د مقامت لپاره جذب کړي دي.
عراقچی په خپلې اېکس پاڼې ليکلي: “نتنیاهو دوه کاله وړاندې د غزې د بشپړې بریا ژمنه کړې وه؛ خو نن ورځ په جنګي جرمونو تورن دی، له پوځي بن‌بست سره مخ دی او حماس ته ۲۰۰ زره نوي کسان ورګډ شوي دي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداراز زیاته کړې، اسرائيل ګمان کاوه چې د څو هسته‌یي پوهانو په ترور سره به د ایران ۴۰ کلن سوله‌ییز هسته‌یي پروګرام ته د پای ټکی کېږدي؛ خو په خبره‌یې، ایران له هغوی نه هم پیاوړي زده‌کوونکي روزلي، چې ډېر ژر به نتنیاهو ته خپل توان وښيي.
یادې څرګندونې په داسې مهال شوي چې د غزې په جګړه کې د اسرائيلي پوځیانو مرګ‌ژوبله ورځ تر بلې زیاتیږي او د حماس جهادي غورځنګ لا هم د مقاومت پر لیکو ټینګ ولاړ دی.

اړوند خبرونه