د خوست ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې د چاڼیزو عملیاتو پرمهال یو شمېر ناقانونه وسلې او نظامي مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په ترلاسهشویو مهماتو کې دوې تومانچې، اته لاسي بمونه، دوه دوربینونه، د کلاشینکوف ۱۲۲ مرمۍ او یو شمېر نور ناقانونه نظامي وسایل کشف او ترلاسه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې امنیتي ځواکونه د وسلو د ناقانونه ساتنې او کارونې مخنیوی جدي تعقیبوي او له وړاندې هم د یاد ولایت د ترورېزم ضد مدیریت لخوا له مرکز او ولسوالیو ګڼ شمېر سپکې وسلې ترلاسه او اړوندې ادارې ته سپارل شوې دي.
د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت یو وار بیا ټینګار کړی چې له دولتي وسلو څخه هر ډول ناسمه استفاده په جدي توګه څارل کېږي، او د مخنیوي لپاره یې اقدام کېږي.