ډېر لوستل شوي

الشرع: له جګړې وېره نه لرو، خو د سولې او ولس ګټې لومړيتوب دی

د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد الشرع ويلي، چې له اسرائيل سره له هر ډول احتمالي جګړې وېره نه لري؛ خو د هېواد د ولس د سولې، ثبات او ښېرازي لپاره يې د جګړې پر ځای د اصلاحاتو لاره غوره کړې ده.

الشرع په ټلوېزیوني وینا کې ټینګار کړی، چې د اصلاحاتو لاره به د سوریې د لا نورو ویجاړیو مخه ونیسي. نوموړي ويلي: “موږ له جګړې نه وېرېږو؛ خو د ولس ګټې او د هېواد سوله د هر څه نه مهمه ګڼو. “

د سوریې د انتقالي حکومت مشر همداراز اسرائيل د هېواد د بې‌ثباته‌کېدو اصلي عامل بللی او څرګنده کړې يې ده، چې دغه هېواد د داخلي فتنو د رامنځته کولو هڅې کوي. هغه زیاته کړه، چې د سوریې خلکو ته باید اجازه ورکړل شي، خپله راتلونکې پخپله وټاکي، نه دا چې بهرني لوري پرې خپلې اجنډاوې وتپي.

احمد الشرع د دروزو لږکیو د حقونو خوندیتوب ته هم اشاره کړې او هغوی ته يې ډاډ ورکړی، چې حکومت به يې پر وړاندې د هر ډول بهرني فشار او جبري شاملېدو مخه نيسي.

نوموړي دغه راز د ټولنیزو حقونو خونديتوب د دوی د اصلاحاتي تګلارې یوه مهمه برخه بللې ده.

اړوند خبرونه