د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېواد یې له هند سره د یوه مهم سوداګریز تړون د لاسلیک په درشل کې دی او تمه ده، چې له اروپايي ټولنې سره به هم ژر یوې هوکړې ته ورسېږي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور لهمخې، ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د هند یو لوړپوړی سوداګریز پلاوی او د اروپايي ټولنې استازي د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته رسېدلي دي.
هغه زیاته کړې، چې اروپايي ټولنې پخوا د سوداګرۍ په برخه کې انعطاف نه ښوده؛ خو اوس د امریکا له نوې تګلارې سره د همکارۍ لپاره لیوالتیا ښيي.