ترکیې د صهيونيست رژيم لهلوري د سوریې پر پلازمېنه دمشق د هوايي بریدونو وروسته، له اسرائيلو سره خپلې سوداګریزې اړیکې درولي او خپل سفیر يې له تلابیبه بيرته را غوښتی دی.
رویټرز خبري آژانس د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له قوله ويلي، چې دغه اقدام د ترکیې د استخباراتي ادارې له لارې د اسرائيلي چارواکو ته د سخت پیغام په توګه رسېدلی دی. فیدان د سوریې د پلازمېنې پر وړاندې د اسرائيلو بریدونه سخت غندلي او ټينګار يې کړی چې انقره به يې پر وړاندې سخت دريځ غوره کړي.

