د غزې شمال لوېدیځ کې د بشري مرستو غوښتونکو پر وړاندې د اسرائيلي اشغالګرو د ډزو له امله لږ تر لږه ۳۴ فلسطینیان شهیدان شوي او نږدې ۶۰ نور ټپیان شوي دي.
الجزيرې د الشفاء روغتون د یوې باوري سرچينې په حواله ویلي، چې دا خونړۍ پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ګڼ شمېر خلک د مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو. په غزې کې د بشري مرستو غوښتونکو پر وړاندې د صهيونيست رژيم ډزې لومړی ځل نه دی، بلکې تر دې وړاندې هم ياد رژيم څو ځلې په بېرحمانه بريدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون لسګونه بېګناه فلسطينيان شهيدان کړي دي.

