ډېر لوستل شوي

افغانستان بانک نور ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري

د افغانستان بانک په خپلې رسمي اېکس پاڼې لیکلي چې تمه ده دغه بانک نن (پنجشنبه، کب لسمه) ۱۷ میلیونه ډالر لیلام کړي.

د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

افغانستان بانک تل ویلي چې امریکایي ډالر د افغانیو د ارزښت، د خوراکي او ناخوراکي توکو د بیو د ټیټوالي او د بانکي کارونو د نه خنډتیا په موخه لیلام ته وړاندې کوي.

د ویلو ده چې دا په روانه اوونۍ کې دویم ځل دی چې یاد بانک میلیونه ډالر د لیلام له لارې پلوري.

دې بانک تېره سه شنبه هم ۱۷ میلیونه ډالر د لیلام په ډول پلوري وو.

د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې د ډالرو بیه بیا یو څه لوړه شوې او یو ډالر ان په څه باندې ۷۴ افغانیو پلورل کېږي.

اړوند خبرونه