ډېر لوستل شوي

د امریکا بېلابېلې ادارې تر سايبري بريد لاندې راغلې

د امريکا ګڼې دولتي ادارې او خصوصي شرکتونه په تېرو ورځو کې تر یو ستر نړیوال سایبري برید لاندې راغلي دي.
د “واشنګټن‌پُست” ورځپاڼې د راپور له مخې، په دې برید کې د مایکروسافت هغه سرورونه په نښه شوي، چې د فدرالي ادارو، پوهنتونونو، د برېښنا او انرژۍ شرکتونو او یو شمېر نورو مهمو بنسټونو د معلوماتو د ساتنې دنده لري.
ویل شوي چې آن په آسیا کې هم یو مخابراتي شرکت له دې بريده زیانمن شوی دی.
راپورونه زیاتوي، چې د امریکا، کاناډا او آسترالیا حکومتونه په ګډه د دې پېښې څېړنه پیل کړې او د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره (FBI) وایي، د مبارزې هڅې یې پيل کړي دي.
د ټکنالوژۍ کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا سایبري برید به شونې وي لس‌ګونه زره سرورونه له جدي خطر سره مخ کړي.
تر دې دمه لا څرګنده نه ده، چې دا برید د کوم هېواد یا هکري ډلې له لوري ترسره شوی؛ خو چين تر دې وړاندې څو ځلې د امريکا بېلابېلې ادارې تر بريد لاندې راوستې دي.

اړوند خبرونه